کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: له بنده یو شمېر خوشې شوي طالبان جګړې ته ورګرځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 اسد 1399 ساعت 8:45

ارګ وايي، حکومت له دې اندېښنه لري چې له بنده یو شمېر خوشې شوي طالبان جګړې ته ورګرځي.



د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون وویل چې حکومت توقع درلوده چې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو له پروسې سره به تشدد کم شي او هغه طالبان به چې له زندانونو خوشې کېږي، د جګړې ډګر ته نه‌ستنېږي.

 
مینه‌پال وویل، له بده مرغه دا دواړه کارونه نه‌دي شوي.
دوا خان مینه‌پال وايي: "د افغانانو غوښتنه دا وه چې د دې پروسې له پيل سره تشدد راکم شي، هغه کسان چې له محبسونو خلاصېږي باید جګړې ته راونه‌ګرځي خو له بده مرغه جګړې زور اخیستی، د افغانستان د خلکو غوښتنې او د افغانستان د حکومت توقع ته پاملرنه نه‌ده شوې. دا د افغانستان خلکو او حکومت ته د منلو وړ نه‌ده."
په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د فبرورۍ په ۲۹مه له امریکا سره د سولې موافقه وکړه.
 


د مطلب کود: 215474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215474/ارګ-له-بنده-یو-شمېر-خوشې-شوي-طالبان-جګړې-ته-ورګرځي

آوا
  https://www.avapress.com