دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 215482
طالبانو له افغان حکومت ملګرو ملتونو ته شکایت کړی
طالبانو د ملګرو ملتونو د بشر حقونو له يوه پلاوي سره خبرو کې افغان حکومت د زندانیانو په نه خلاصون او د سولې پروسې پر وړاندې د خنډونو په جوړولو تورن کړی او په دې تړاو يې دې سازمان ته شکايت کړی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د قطر دفتر ځینو غړو تېره ورځ د یوناما د بشر حقونو برخې له مشرې فیونا فریزر سره د ویډیويي کانفرانس له لارې خبرې کړې دي.
نوموړي زياته کړې، دوی د ملګرو ملتونو له دې پلاوي سره په افغانستان کې د ملکي مرګ‌ژوبلې، د افغان حکومت له لوري د سولې پر وړاندې خنډونو جوړولو او د بنديانو په خلاصون کې د ځنډ په تړاو خبرې کړې دي.
شاهین دغه راز پر خپل ټوېتر هم پر افغان حکومت نيوکه کړې چې د دوحې توافق له مخې راخلاص شوي بنديان بېرته نيسي او زندان ته يې استوي.
نوموړی وایي، د دې ټولو موضوعاتو په تړاو یې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی او له هغوی یې غوښتنه کړې تر څو په افغان حکومت فشار راوړي چې ژر تر ژره دواړه لوري سولې ته ورسېږي.
دغه څرګندونوې وروسته تر هغه کېږي چې تېره ورځ د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي و، طالب زندانیان له زندانه تر خلاصېدو وروسته بېرته د جکړو لیکو ته ستانه شوي. خو طالبان بیا وایي، ټول هغه بندیان چې افغان حکومت ازاد کړي دوی ورته امر کړی چې باید بېرته جګړې ته لاړ نه شي او په خپلو کورونو کې دې پاتې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6mnii23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته