دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 215496
هرات: له ۳سوه جریبه زیاته دولتي ځمکه ثبت شوه

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې لارې په ورستۍ یوه مېاشت کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې ۳۲۲۸ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.
یاد وزارت ویلي؛ د دې پروسې له پرمختګ سره؛ د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۲۵۲۴۱۷ جریبه ځمکو ته ورسېد.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
https://avapress.com/vdccopqie2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته