کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا: د کرکټ لوبغالي به ژر بشپړ شي

5 اسد 1399 ساعت 11:17

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د پکتیکا ولایت د کرکټ لوبغالی به ژر بشپړ شي.

یاد بورډ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لوبغالی د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې په ۶۰ جریبه ځمکه کې رغول شوی چې د رغونې ډېری کارونه یې په اساسي ډول بشپړ شوي.

بورډ ویلي؛ ډېر ژر به یې د چمن کرلو او د ۸ زره نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونو چارې هم پیل شي.



د مطلب کود: 215497

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215497/پکتیکا-د-کرکټ-لوبغالي-ژر-بشپړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com