د عامې روغتیا وزارت ویاند: د ۱۲۱ تازه پېښو په ثبتېدو سره، تر دې مهاله، د دغه ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر، ۳۶۱۵۷ ته رسېدلی دی.
ډاکټر اکمل سمسور په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۸ تنه له کرونا ناروغۍ څخه روغ شوي، چې د دې شمېر په ثبتېدو سره، له یادې ناروغۍ څخه د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۲۵۱۸۰ تنو ته رسېدلی دی.
شاغلی سمسور وویل: د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۱۲ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي، چې په دې سره له دغې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۱۲۵۹ تنو ته لوړ شوی دی.
هغه وویل که چېرې خلک روغتیایي سپارښتنې، په ځانګړې توګه د لوی اختر ورځو کې عملي نه کړي، د کوچني اختر په شان د کرونا ویروس پېښو د زیاتېدو احتمال شتون لري.