د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، په دې موټر کې ۴۰ بورۍ چاودېدونکي توکي بار وو او د دولتشاه ولسوالۍ په چندال سيمه کې نيول شوی دی.
د نوموړي په خبره، د دې پېښې په تړاو يو کس نيول شوی او څېړنې ترې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن افغان ځواکونو په خوست ولايت کې هم يو موټربم نيولی دی او هلته يې هم د يوې درنې چاودنې مخه نيولې ده.
سرچينه : Afghan Voce Agency(AVA)