دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 215540
د افغان سولې په اړه د خلیلزاد څرګندونو ته دایران غبرګون
کابل کې د ایران سفارت د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې رد کړي او هغه یې "ناسمې" بللې دي.
ښاغلي خلیلزاد جمعې په ورځ د جولای په ۲۴مه په واشنګټن کې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان د سفیرانو په ګډون په یوې آنلاین غونډه کې کې وویل چې ایران په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له روانو هڅو څخه کافي ملاتړ نه کوي.
کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ د جولای په ۲۶مه (زمري ۵) په یو بیان کې ویلي: "ایران د سولې له هغو مذاکراتو څخه ملاتړ کوي چې د افغانانو د مالکیت او رهبرۍ په اساس ترسره شي".
د افغان سولې لپاره د متحده ایلاتو ځانګړي استازي دغه راز ویلي چې ایران له واشنګټن سره د ترینګلو اړیکو له امله د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو او په افغانستان کې د سولې د یو توافق له رامنځته کېدو څخه لازم ملاتړ نه دی کړی.
ښاغلي خلیلزاد کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي وروستي سفر ته په اشارې ویلي: "که چیرې هغه څه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال څو ورځې مخکې په کابل کې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حضور ورته د منلو نه دی دا جدي ونیسو، دغه فرمول چې ایران لومړیتوب ورکوي، دا دی چې امریکا دې د سولې بهیر له سرته رسولو پرته افغانستان پرېږدي، چې دا په افغانستان کې د جګړې د دوام په معنی ده."
زلمي خلیلزاد همداشان د فارس خلیج او جنوبي اسیا هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا به د افغان سولې په اړه سیمه ییزې اجماع ته د رسېدو په لاره کې د خنډ لامل شي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو وتل د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په عملي کېدو پورې تړلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcc0pqix2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته