ټاکل شوې وه چې ښاغلی بوزکیر چې د ترکیې دیپلومات دی نن د یکشنبې په ورځ، جولای ۲۶ (زمري۵) اسلام آباد ته رسیدلی وی. د پاکستان د بهرنیو
چارو وزارت هم ویلي چې د ملګرو ملتونو ددې چارواکي سفر ځنډیدلی.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ټویټر کې لیکلي، " سترګې په لار یم چې ډیر ژر پاکستان ته د راتګ هرکلی درته ووایم او دا سفر به ګټور وي.
ښاغلي قریشي همدارانګه ویلي و چې په پام کې وه د ملګرو ملتونو ددې چارواکي سره د کشمیر د جنجال تر څنګ په ګڼ شمیر موضوعاتو خبرې وکړي. پاکستان د ملګرو ملتونو نه غواړي چې د کشمیر د جنجال په حل کې دې د خپلو پریکړه لیکونو پر اساس مداخله وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس