دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 215549
د هوایي دهلیزونو له لارې صادرات اویا سلنه کم شوي
معلومات ښيي چې روان کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان د صادراتو کچه له ۶۵ تر ۷۰ سلنې کمه شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي په تیرو دریو میاشتو کې له ۹۰۰ ټنو کمه اندازه وچې میوې او طبي بوټي هند، دوبۍ او چین هیوادونو ته صادر شوي، کوم چې څه باندې ۱۳ میلیون ډالر ارزښت لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې کار علت د کرونا ویروس خپریدو له امله د هیوادونو له لوري لګول شوي محدودیتونه بولي.
هغه الوتکې چې د هوایي دهلیزونو له لارې یې له افغانستانه زیاته اندازه توکي انتقالول، اوس یې کابل ته الوتنې لغوه شوي دي.
اوس یواځې دوه کورني هوایي شرکتونه، یوه کمه اندازه کورني توکي بهرنیو هیوادونو، معمولا هند او دوبي ته انتقالوي.
دا په داسې حال کې دي چې ځمکني پولې هم د هیواد د صادراتو پرمخ محدودې شوي دي.
پاکستان د افغان توکو ډيرو کمو موټر ته، هغه هم له ساعتونو څيړنې او پلټنې وروسته د ورتګ اجازه ورکوي.
یو شمیر سوداګر وایي هوایي دهلیزونه د صادراتو ودې لپاره بسنه نه کوي او حکومت باید د هیواد صادراتي توکو لپاره ځمکنۍ لارې ولټوی.
افغانستان په ختیځ، لویدیځ او شمال کې ۱۲ ځمکنۍ لارې لري، چې د هیواد داخلي توکي ترې بهر ته لیږدول کیږي.
د چابهار او لاجوردو بندرونه هم د صادراتو نوې لارې بلل کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbasb59rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته