لغمان کې افغان ځواکونو د ۴۰ بوریو چاودې دونکو توکو په نیولو سره دیوې خونړۍ پېښې مخنیوی وکړ.
د لغمان د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ملي امنیت دقیقې اطلاع په اساس ګډو افغان ځواکونو نن سهار اونیمې بجې یو مازدا ډوله موټر چې له مرکز مهترلام څخه د دولت شاه ولسوالۍ چندال سیمي ته په لاره و نیولی.
په دې موټر کې ۴۰ بورۍ چاودې دونکي توکي چې له اوړو او کنجاړې سره یوځای بار شوی و، نیولی دي.
امنیتي ځواکونو ددغو چاودې دونکي توکو د انتقال په تور یو تن نیولی او په دې تړاو د نورو ښکیلو کسانو د نیولو هڅې پیل شوي.
سرچینه زیاتوي؛ د افغان ځواکونو دغې سترې لاسته راوړنې سره د یوې سترې فاجعې مخنیوی وکړ او د لسګونه هېوادوالو ژوند وژغورل شوو.