دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 215561
د افغانستان د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې هر اړخیزه پالیسي وړاندې شوه
د هیواد د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې د هر اړخیزې پالیسۍ د ښودلو مراسم نن د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې ترسره شول.

دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ پدې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال “شاه محمود میاخیل”، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیالې “منیرې یوسف زاده”، د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیالې “حسنا جلیل”، د ملي اردو د تعلیم او تربیې قومندان جنرال “پاینده محمد ناظم”، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ریسانو او جنرالانو، د مارشال محمد قسیم فهیم د پوهنتون استادانو او محصلینو، د نظامي اکاډمیو غړو برخه اخیستې وه.
دا مراسم د ملي دفاع وزارت د مرستیالې منیرې یوسف زاده په ویناء پیل شول.
میرمن یوسف زاده پدې ټینګار وکړ، چې د ملي اردو په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې ددې پالیسۍ له تطبیق سره به د ملي اردو د سواد کچه لوړه شي.
میرمن یوسف زاده دا ډول زیاته کړه، چې د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې د ماسټرۍ د پروګرام طرحه بشپړه شوې ده او ډیر ژر به دا تحصیلي دوره پدغه پوهنتون کې پیل شي.
سرچینه زیاتوي؛ ا ډول د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې ددغه پالیسۍ په جوړیدو کې د میرمن یوسف زاده له هڅو ستاینه وکړه.
https://avapress.com/vdcfvtd0yw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته