دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 215567
طالبانو د افغان حکومت ۳۷ نور بندیان ازاد کړل
طالبانو تېره ورځ ناوخته د افغان حکومت ۳۷ بندیان په کندز او تخار ولایتونو کې له خپلو زندانونو ازاد کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو نن په تخار ولایت کې له خپلو زندانونو ۲۰ تنه او په کندز ولایت کې د افغان حکومت ۱۷ زندانیان خوشي کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې را وروسته افغان حکومت او طالبان د یو بل بندیان خوشي کوي چې تر دې دمه طالبانو د افغان حکومت نیږدې ۸۰۰ بندیان ازاد کړي بلخوا افغان حکومت بیا د ۵ زره طالب بندیانو لېست څخه تر ۴ زره زیات بندیان خوشي کړي.

د یادولو ده چې د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې ۵۹۲ هغه زندانیان دې چې افغان حکومت یې د نه خوشي کېدو پرېکړه کړې او د دواړو لوریو تر منځ لا هم د یادو بندیانو پر سر ناندرۍ پر ځای پاتې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0sb5zrhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته