دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 215570
ښایي په لوی اختر کې ډېر کسان قرباني ونه کړي
عام خلک شکایت کوي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د څارویو بیه لوړه او د دوی اقتصاد کمزوری دی. هغو زیاتوي، د روانو ناامنیو ترڅنګ د کورونا پر مهال قرنطین، د کار نشتوالی او د خلکو کمزوری اقتصاد هغه لاملونه دي چې ښايي سږ کال زیات شمېر خلک د لوی اختر قرباني ونه کړي.
د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو وایي، په دې وروستیو کې یې د کورونا له امله د خلکو اقتصادي وضعیت دومره کمزوری شوی چې حتا د قربانۍ لپاره د مال اخیستلو وس هم نه لري. د دوی په خبره، هغه خلک چې بازار ته د څارویو اخيستلو لپاره راځي، د بیو د لوړوالي له امله نه ‌شي کولای چې په اسانۍ د خپلې وسې مطابق څاروي پیدا کړي. په همدې حال کې د څارویو پلورونکی د مناسب بازار د نشتوالي شکایت ترڅنګ وایي، د جګړو له امله د خلکو بېځایه کیدل او پاکستان ته د څارویو قاچاق هغه لاملونه یادوي چې له امله یې د څارویو بیې لوړې شوي دي.
په ورته مهال د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د حیواني برخې امر ضمیر بهسودی وایي، پخوا به له پاکستان او ایران څخه څاروي هېواد ته واردېدل، خو سږ کال د کورونا له امله دغه چاره درېدلې چې ورسره سم د څارویو په بیو کې هم لوړ والی راغلی. د عامو خلکو په باور هغه کسان کې چې اقتصادي وضعه یې کمزورې ده او د قربانۍ هیله لري، د څارویو لوړو بیو ته په کتو ښايي په لوی اختر کې له قربانۍ پاتې شي.
https://avapress.com/vdcfetd0xw6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته