دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 215575
پر وخت د امریکايي ځواکونو نه وتو په تړاو د طالبانو خبرداری
د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال، ملا عبدالغني برادر خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه پروخت له افغانستانه ونه وځي، نو دوی به اړینې پرېکړې وکړي.
ملابرادر د ایراني رسنۍ، تسنیم سره خبرو کې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ کومه پټه هوکړه نشته او دغه هېواد د دوحې  هوکړې له مخې افغانستان کې خپل سرتېري ۸۶۰۰ ته را کم کړي دي.
د طالبانو دغه چارواکی د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د پنځو زرو طالب بندیانو ازادول شرط بولي او پرې ټینګار کوي.
ده ټینګار کړی دی چې د هوکړې له مخې باید د بندیانو د ازادولو بهیر مخې ته ولاړ شي.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال راتلونکي احتمالي حکومت کې د ولسمشر غني او د مخالفو د افغانانو ترمنځ د خبرو مخالفانو ونډې په تړاو ویلي دي چې هوکړې ته له رسېدو وروسته هېواد ته خدمت د ټولو خلکو حق دی.
ملابرادر په داسې حال کې له افغانستانه پر وخت د امریکايي ځواکونو نه وتو په تړاو خبرداری ورکوي، چې یاد هېواد افغانستان کې په څلورو ولایتونو کې له څلورو پوځي اډو د خپلو سرتېرو له ویستو هم خبر ورکړی وو.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې تر اوسه حکومت ۴۴۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي او د طالبانو له لوري هم د  حکومت شاوخوا ۸۶۱ تنه بندیان خوشي شوي دي.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ ویلي وو چې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد قطر، افغانستان، پاکستان، بلغاریا او ناروې ته د سفر تازه دور پیل کړی دی.
یاد بنسټ زیاته کړې چې خلیلزاد دغه سفر شنبې پیل کړی او په ترڅ کې به یې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو، د تاوتریخوالي کمښت او د بندیانو ازادولو بهیر مخې ته د پرتو خنډونو پر لیري کولو به ټینګار وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0mnum49n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته