دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 215576
د عامې روغتیا وزارت رهبري د خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړ
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د "خیرخواه میډیکل کمپلیکس" روغتون 50 بستریز وارډ او کورونا ویروس تشخیص لابراتوار پرانیسته وکړه
دغه روغتون له 20 بسترونو څخه 50 بسترونو ته لوړول د کورونا ویروس سره مبارزه او خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې ښه ګام وباله.
د عامې روغتیا نوماند خصوصي سکتور د یاد وزارت مټ یاد کړ او زیاته یې کړه: "موږ د خصوصي روغتیا له سکتور څخه په کلکه ملاتړ کوو، خو یوازې په مشروط ډول هغه مهال چې خصوصي سکتور د خدمتونو په وړاندې کولو کې د عامې روغتیا وزارت ټولو معیارونو پلي او غاړه کیږدي."

د عامې روغتیا نوماند وزیر په عامه او خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د کورونا ناروغانو تشخیص او پاملرنې زیاتوالي یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د عامې روغتیا وزارت د لابراتوارونو سربېره، 6 نورو خصوصي روغتونونو ته چې د پي سي آر دستګاه وې لري د کورونا ویروس ناورغانو د تشخیص او درملنې اجازه ورکړل شوې ده.
له بلې خوا، ډاکټر عثماني د خلکو لخوا د روغتیایي لارښودونو نه مراعت کولو باندې اندیښنه څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدل مخ په کمېدو دي؛ مګر موږ لاهم د دې ویروس بحراني حالت کې واقع یو.
هغه همدا ډول په خلکو غږ وکړ چې د اختر په ورځو کې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې/لارښوونې عملي کړي او د لاسونو ورکولو، روغبړ او تګ راتګ څخه ډه ډه وکړئ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzsb50rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته