د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي پېښه نن نهه بجې شااوخوا شوې ده، خو دا چې څنګه شوې او تلفاتيې څه دي، په دې اړهیې څه ونهویل.
له کجکي څخه يوې سرچينې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د ملي اردو په ويشتل شوې بلک هاک هليکوپټره کې يو پيلوټ وژل شوی او نورې عملې ته زيان نهدی رسېدلی.
څو مياشتي وړاندې هم په کجکي کې هغه قراردادي الوتکه ويشتل شوې وه چې هلتهیې محاصره شویو سرتېرو ته اکمالات کول.
تر اوسه چا د دې پېښې پړه په غاړه نهده اخیستې، خو سیمه کې د طالبانو فعالیت محسوس دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)