د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوس مهال په تاجکستان کې د اوبو کچه کمه شوې او له همدې کبله يې افغانستان ته د صادراتي برېښنا کچه کمه کړې ده.
برښنا شرکت ويلي، اوس مهال يې له ازبکستان سره خبرې روانې دي تر څو وکولای شي له دې هېواد د برېښنا کچې د ډېرولو له لارې ياده ستونزه حل کړي.
د برېښنا شرکت په خبره، اوس مهال د ورځې لخوا يوازې کابل کې د لومړۍ کټګورۍ برېښنا تامنېږي.
افغانستان تر ډېره له ګاونډيو هېوادونو پر وارداتي برېښنا متکي هېواد دی چې وخت ناوخت له ورته ستونزو سره مخ کېږي او په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې په داخلي منابعو داسې کومه پانګونه نه ده شوې چې د افغانستان د برېښنا ستونزه حل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)