دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 215586
کورونا؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۵۹ ته ورسېد
د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجواد عثماني نن په کابل کې د کورونا ویروس د ناروغانو درملنې لپاره د یوه بل ۵۰ بستريز روغتون پرانېست‌غونډې ته په وینا کې وویل، د کورونا ویروس پېښې په کمېدو دي او اوس یې کچه ۱۶ سلنې ټیټه شوې ده.

بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند د لوی اختر په ورځو کې یو ځل بیا پر کورونا ویروس د اخته کېدو کچې لوړېدو او دغه راز پر کانګو تبې د اخته کېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، که خلک د دغو ناروغیو په اړه بې‌پروايي وکړي، د کورونا ویروس او کانګو تبې له امله به د مړینو کچه یو ځل بیا لوړه شي.
اکمل سمسور نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې د اختر په ورځو کې ټولنیز واټن رعایت او د ماسک له اغوستلو پرته له کورونو نه ونه وځي.
سمسور خبرداری ورکړ چې د کانګو تبې ناروغي هم وژونکې ده او خلک باید د څارویو قرباني کولو پر مهال روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز زیاتوي چې په هرات، بادغیس، نیمروز، خوست، غور، زابل او بلخ ولایتونو کې پر کورونا ناروغي د اخته کېدونکو کسانو کچه لوړه شوې ده.
د اختر په ورځو کې د کورونا ویروس او کانګو ناروغیو د زیاتېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ نور کسان هم پر کورونا ویروس اخته شوي او په دې سره د ټولو اخته کسانو شمېر ۳۶ زره ۱۵۷ ته ورسېده.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۲ کسانو د کورونا ویروس له امله ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸۷ نور ترې روغ شوي چې په دې سره د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۵۹ او د ټولو رغېدلو شمېر هم ۲۵ زره ۱۸۰ ته ورسېده.
https://avapress.com/vdcc4pqie2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته