روغتیا وزارت نن دوشنبه جولای۲۷(زمري۶) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۷۱مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۰۶ یې مثبت ثابت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۲۶۳ تنه ورسېد.
له یادو پېښو څخه ۱۴ په کابل، ۱۶ هرات،۳ تخار، ۹ بامیان ،۲۱ بادغیس ،۱۳ دایکندي، ۲بدخشان،۱لغمان،۶ غور،۱ پنجشېر او ۲۰ په فراه ولایت کې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په څلورو ولایتونو کابل، هرات، بلخ او غور کې د کرونا ویروس له امله ۱۰ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۶۹ تنو ته پورته شو.
همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۵۱۹۸ته پورته شوو.
د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن دوشنبې تر ورځې جولای ۲۷مه (زمري ۶) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۴۸۹۶۶تنه مړه شوي او څه باندې ۱۶ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)