دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 215620
 د امریکا د عدلیې وزارت د دې پخلی کوي چې یو افغان وګړی نعیم اسماعیل په فساد کې د لاس لرو په تور نیول شوی دی.  د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې نعیم اسماعیل له یوه امریکايي وګړي سره د چهارشنبې پر ماښام په لس انجلس کې ونیول شو.
د امریکا عدلیې وزارت همدارنګه وايي چې نعیم اسماعیل د ۱۵ مېلیون ډالرو په ارزښت امریکا کې د دوکه کوونکې پانګونې د طرحو په تړاو نیول شوی دی.  نعیم اسماعیل د ۳۰ کاله بند له سزا سره مخ دی.  ورته مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا دغه اقدام - د هغو فساد کوونکو په وړاندې چې له افغانستانه تېښته کوي، د دغه هېواد د خوندیتوب د پای لپاره درېدنه څرګندوي - هر کلی کوي.
https://avapress.com/vdcb5sb5grhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته