د ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ کې د بلک هاک چورلکې لوېدو له کبله پنځه کسان ټپیان شوي.
دفاع وزارت: د چورلکې لوېدو پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي
6 اسد 1399 ساعت 19:11
د ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ کې د بلک هاک چورلکې لوېدو له کبله پنځه کسان ټپیان شوي.
د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه چورلکې ته د کېناستلو پر وخت تخنیکي ستونزه پیدا شوې او له همدې امله یې سقوط کړی.
د خبرپاڼې په حواله، د چورلکې د لوېدلو د اصلي ستونزې په اړه یې پلټنې پیل کړي چې په اړه به یې نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د مطلب کود: 215630