دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 215646
یوناما: افغانستان د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی هیواد دی
ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې روانې جګړې د ملکي وګړو مر‌ګ‌ژوبله زیاته کړې او دغه هیواد د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی هیواد دی. په کابل کې د دغه سازمان مرستندویه دفتر یا یوناما له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د روان مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې  ۳۴۵۸ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د مرګ‌ژوبلې لوړه سلنه د طالبانو د بریدونو له امله اوښتې ده او په خبره یې په دغه مرګ‌ژوبله کې ۱۲۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې ژر تر ژره دې جګړه و دروي او د سولې په برخه کې دي اړین ګامونه اوچت کړي.
د خبرپاڼې په حواله، افغان جګړه د ملکي وګړو لپاره د نړۍ تر ټولو خونړۍ جګړه ده او د سولې د خبرو پر مهال رامنځته شوی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی.
ملګرو ملتونو دغه راز پر رسنیو او نورو اړخونو غږ کړی چې پر ښکېلو لورو دې د سولې لپاره فشار راولي او د اوربند د تامین لپاره باید هڅه وشي.
https://avapress.com/vdcjxie8muqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته