په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د یوناما وروستي راپور د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت اندېښنې راپارولې دي.
د یوناما وروستي راپور د بشر حقونو کمېسیون او غوڅ ملاتړ مأموریت اندېښنې راپارولي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1399 ساعت 9:43
په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د یوناما وروستي راپور د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت اندېښنې راپارولې دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په دې هېواد کې د بېړني اوربند او د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د یوناما نوي راپور ته په اشارې، ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول قربانۍ د منلو وړ نهدي.
په دې راپور کې افغانستان د نړۍ په سطح د ملکي وګړو لپاره تر ټولو ناامن هېواد بلل شوی دی.
اغلې اکبر د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې دوی د جګړې له ټولو اړخونو څخه د سمدستي اوربند او د سولې خبرو د پیل غوښتنه لري.
دا زیاتوي: "په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو لوړه شمېره، په هېڅ صورت د منلو نهده. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په وار وار د تاوتریخوالي د کمېدو، د اوربند او د سولې خبرو د پیل غوښتنه کړې ده. د دې لپاره چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیول شي او په مجموع کې بشري حقونو ته د خلکو د لاسرسي امکان برابر شي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱،۲۸۲ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي.
دغه شمېرې د تېر میلادي کال په ورته موده کې په ملکي مرګژوبله کې ۱۳ سلنه کموالی ښیي، خو د یوناما په راپور کې راغلي چې د دغه کموالي اصلي علت د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو کموالی دی، نه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو کموالی.
په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز له طالبانو او حکومت څخه غوښتي چې جګړه ودروي او د خبرو مېز ته حاضر شي.
دا غوښتنه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټري پیغام کې کړې ده. نوموړي ویلي چې تاوتریخوالی باید په افغانستان کې راکم شي.
د مطلب کود: 215650