دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 215652
عبدالله پاکستان ته دعوت شو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د افغان خبرې اژانس د راپور له مخې،د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل ټویټر اکونټ لیکلي دي چې دکتور عبدالله عبدالله ته د شاه محمود قریشي له لوري بلنه ورکړل شوي ده. نوموړی وایي چې د افغانستان او پاکستان تر مینځ اړیکې د رغیدو په حال کې دي او په همدې موخه د مصالحې د عالي شورا رییس ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړل شوي ده.
صادق ددغه سفر د دقیقې نیټې په اړه مالومات وړاندې کړي نه دي؛مګر ویلي یې دي چې په مناسبه نیټه باندې به ترسره شي. د مصالحې شورا دفتر ریاست په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی. 
https://avapress.com/vdcgnn9xxak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته