دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 215658
کابل نن د
کابل نن سې شنبه د زمري ۷مه د سام د دوهمې او اصلي غونډي کوربه دی.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند وویل چې د دې غونډې مشري د افغانستان او فنلنډ حکومتونه او د ملګرو ملتونو سازمان کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به‌یې په خپلې وینا پرانیزي.
شمروز مسجدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې پر کومو مسایلو خبرې کېږي.
هغه زیاته کړه: "اساسي خبرې به ولسمشر محمد اشرف غني کوي چې د افغانستان د پنځو کلونو لپاره به د افغان حکومت لیدلوری په اقتصادي، امنیتي او سیاسي چارو کې وړاندې کوي. ترڅنګ‌یې د افغانستان د مالیې وزارت د افغان حکومت د ملي پراختیا او سولي د چوکاټ دوهمه مسوده وړاندې کړي او وروسته به د جنوا په کنفرانس کې د دوه اړخیزو ژمنو پر پرمختګ راپور وړاندې شي. وروسته به نړیوال همکاران هم په دې مواردو کې خپل خپل نظریات شریکوي."
د سام لومړۍ غونډه چې تېره ورځ (دوشنبه د زمري ۶) د څه باندې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه، هم دوه برخې درلودې چې په یوې کې د کرونا ویروس له کبله د اقتصادي اغېزو او د دې ستونزې د هواري پر لارو چارو خبرې وشوې او په دوهمه برخه کې یې د افغانستان پر پراختیا او سولې بحث وشو.
ښاغلي مسجدي وویل چې دا غونډه د افغانستان د مالیې وزارت او د ملي امنیت شورا استازو، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد مرستیال، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او هم د مدني ټولنو او ځینو خصوصي سکټورونو استازو برخه درلوده.
نوموړي وویل چې دغه ګډون‌وال په دې باور ول چې ښایي د کرونا ویروس منفي اثرات په افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي زیاته کړي، خو زیاته‌یې کړه چې افغانستان د نړیوالو همکارانو په مرسته او په ملي بودجه کې د شفافیت په راوستلو له دې احتمالي ناورین څخه ځان ایستلی شي.
د غونډې ګډونوالو پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې د فساد سره مبارزه او خلکو ته د خدماتو رسول ښه کړي.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي په نننۍ غونډه کې به له افغانستان سره د مالي ژمنو په اړه د جنوا د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې وشي.
کابل داسې مهال د دې دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی چې افغانستان د کرونا نړیوالې وبا د اغېزو ترڅنګ د سختو جګړو او تاوتریخوالي شاهد دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccppqi42bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته