کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین له افغاستان سره د اقتصادي ستونزو په هواري کې د مرستې ژمنه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1399 ساعت 10:07

د چین د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوي اقتصادي ستونزو په هواري کې د مرستې ژمنه وکړه.


وانګ یې د افغانستان، پاکستان، چین او نیپال د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د جولای پر ۲۷مه د ورځې ناوخته جوړه شوې وه، دا خبره کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه ویډیویي پیغام کې رسنیو ته وویل چې د یادو هېوادونو دغو لوړپوړو چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په پام سره پر دې ټینګار وکړ چې د دوی مرستې به هغه مهال لا اغېزمنې تمامي شي او ټولو ځپل شویو کسانو ته به ورسېږي چې په افغانستان کې اوربند ټینګ شي.
هغه زیاته کړه: "د اغېزمنو صحي همکاریو په هکله او په دې اړه چې له کرونا ویروس سره باید اغېزمنه مبارزه وشي دوی زیاته کړه چې دا کار تر هغو ناشونی دی چې بشر دوستانه اوربند نه‌وي ټینګ شوی. دوی له طالبانو وغوښتل چې بشردوستانه اوربند ټینګ او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته اماده شي."
ښاغلي هېواد د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له قوله وویل چې هغوی په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
چین له هغو هېوادونو دی چې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو چارو ته دوام ورکوي. دغه هېواد له افغانستان سره ژمنه وکړه چې د واکسین د بریالیتوب په صورت کې به افغانستان د خپلو همکاریو په لومړیتوب کې ولري.
د ورلډومېټرز وېب‌پاڼې د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۱۶ نیم میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۶۵۳ زره کسان له همدې ویروسه مړه شوي دي.


د مطلب کود: 215661

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215661/چین-له-افغاستان-سره-د-اقتصادي-ستونزو-په-هواري-کې-مرستې-ژمنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com