دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 215663
کابل کې ماين چاودنې درې تنو ته مرګ‌ژوبله واړوله
د کابل پوليس وايي، نن سهار په کابل ښار کې د پوليسو پر رنجر موټر د ماين په چاودنه کې يو تن وژل شوی او دوه تنه ټپيان شوي دي.
د کابل پولیسو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند بادام باغ په سړک رامنځته شوې ده.
خو پوليسو تر دې مهاله د وژل شوي او ټپيانو شوو کسانو د هويت په تړاو څه نه دي ويلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqwarpt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته