دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 215696
خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر افغان سوله خبرې کړې
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
په ناروې کې د امریکا سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې اریکسون سوریده سره کتلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو لورو ترمنځ پرافغان سوله، د بین الاافغاني مذاکراتو پر پیل او دغه راز په بین الافغاني مذاکراتو کې د ښځو پر اساسي ونډه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې لیدنه کې خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ته د افغانستان د سولې د پرمختګ او د بین الافغاني مذاکراتو د څرنګوالي په تړاو معلومات ورکړل.
خلیزاد د سفرونو تازه پړاو د جولای په ۲۴ پیل کړ چې په دې پړاو کې به ناروې، بلغاریا، پاکستان، افغانستان او قطر ته سفرونه کوي.
دغه راز ناروې له هغو هیوادونو څخه ده چې د بین‌الافغاني مذاکراتو کوربه‌توب ته یې چمتووالی ښودلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceon8wpjh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته