دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 215701
کندز کې پر یو کور د هاوان لګېدو له امله دوه تنه وژل شوي
د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان د مرمۍ لګېدو له امله دوه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د کندز د پولیسو ویاند هجرت‌الله انوري د سې‌شنبې په ورځ د جولای ۲۸ (زمري ۷) امریکا غږ ته وویل چې پېښه تیره ورځ ماښام د دشت ارچي په "شیخ‌ آباد) کلي کې رامنځ ته شوې ده.
ښاغلي اکبري زیاته کړه: "د هاوان یوه مرمۍ چې د طالبانو له خوا په دشت ارچي ولسوالۍ باندې ویشتل شوې وه او د کورونو په منځ کې لګېدلې چې له امله یې دوه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي".
د کندز د پولیسو ویاند وویل چې د پېښې ټول قربانیان ولسي وګړي او د ۱۵ څخه نیولې تر ۱۸ کلونو عمرونه لري.
که څه هم د کندز پولیس د پېښې مسولیت د طالبانو د ډلې په غاړه اچولی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دشت ارچي د کندز ولایت یوه ناامنه ولسوالۍ ده چې د امنیتي چارواکو پر وینا طالبان په کې پراخ حضور ولري.
کابل کې چاودنه
له دې سره هم‌مهاله په کابل کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ښار کې د چاودنې له امله یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
دا چاودنه د سې‌شنبې په ورځ د سهار په څه باندې اوه بجې د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند په بادام باغ سیمه کې شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز خبریالانو ته وویل چې چاودنه د پولیسو پر رنجر د نښلول شوي ماین له امله شوې ده.
د هغه پر وینا د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgsb58rhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته