دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 215705
په جلال آباد کې چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې ده. د جلال آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي‌ ماین له امله رامنځته شوې ده .

د بله پلوه د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند طارق عزیز خبري رسنیو ته ویلي دي چې د غرمې د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د مستوفیت تر څیرمه د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو تن ملکي‌ وګړی ټپي شوی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
همداشان دا هم معلومه نده چې ددې چاودنې هدف څوک وو.
https://avapress.com/vdcfxtd0tw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته