دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 215707
د ارزګان ولايت مقام کې د بیرغ د ملي ورځي په وياړ د افغانستان په درې رنګ بیرغونو رنګین شوي و. په دې مناسب په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولايت والي محمد شفيق اسدالله سعيد د جمهور رییس محمد اشرف غنې د پیغام تر لوستلو وروسته خلکو ته د بیرغ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له هغو يې غوښتنه کړه چې د ملي بیرغ په وياړ او د لوی اختر د راتګ له امله دې د اړمنو کسانو لاس نیوي وکړي.

ده له خلکو وغوښتل چې خپلو ټولو ماشومانو ته د ملي روحیې په ورکولو سره د ملي بیرغ د ارزښت په اړه معلومات ورکړي. «راځئ خپلو ماشومانو ته ملي روحيه ورکړو چې د ملي بیرغ په ارزښت پوه شي او هغه ته ارزښت ورکړي. زه له ټولو خلکو غوښتنه کومه چې د لوی اختر په راتګ او د ملي بیرغ ورځې په مناسب دې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.» د جوړې شوې غونډې په پاتې برخه کې نورو ګډونوالو هم د ملي بیرغ په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او له دوی يې غوښتنه وکړه چې د ملي بیرغ دغه ورځ دې هرکال په شاندارو مراسمو ولمانځئ. د ترينکوټ ښاروال انجینر نعمت الله بختيار، يو تن قومي مشر عبدالباري خان باور او مدني فعال فقيرمحمد ستوري له افغانانو وغوښتل چې د جګړې درېدو لپاره دې يو موټي شي او د جګړې ښکېل اړخونه دې جګړه بس کړي. «په هر نامه چې د افغانيت لغت ته راشو، د ملي بیرغ نوم ته راشو، باید په يوه نوم کار وکړو. افغانان باید رښتیني وي او د روانو جګړو یوازنی لاره اتحاد او یووالی دی.» اسد یا د زمري میاشتې اووه نېټه په ټول افغانستان کې د بیرغ د ملي ورځې په نوم لمانځل کېږي، خو لاهم ډېری هېوادوال د ملي بیرغ پر ارزښت او ډېری یې پر دې هم نه پوهېږي چې ملي بیرغ یې له کومو رنګونو جوړ دی. 
https://avapress.com/vdchvmniq23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته