دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 215711
افغانستان کې د
په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو رسمي شمېر چې روغتیا وزارت‌یې خپروي، له ۳۶ زرو واوښت.
روغتيا وزارت وايي، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي.
د دې وزارت له‌خوا رسنيو ته استول شوې معلوماتي پاڼه کې ويل شوې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱ کس مړ او ۱۶۰ نور بېرته روغ شوي.
له تازه ثبت شويو پېښو سره په ټول هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د مړو رسمي شمېر ۱،۲۷۰ ته ورسېد او شااوخوا ۲۵ زره کسان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي.
خو ویل کېږي، ښايي د کرونا ویروس مثبتې پېښې او د مړو اصلي شمېر ښايي تر دې زیات وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccspqis2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته