دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 215718
ګلګت بلتستان کې ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي
پاکستان کې د یوې نښتې په ترڅ کې پنځه پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا نښته د ګلګت بلتستان په چیلاس سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د چیلاس ځایي پولیسو مشر شېرخان ویلي، په یاده پېښه کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي.
نوموړي زیاته کړه، دغه نښته هغه مهال رامنځ ته شوې چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو په موخه یادې سیمې ته د عملیاتو لپاره تللي وو.
نوموړي دغه راز ویلي، په یاده پېښه کې پنځه وسله‌وال هم وژل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjvie8ouqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته