دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 215719
نا امنۍ د شیرخان بندر پر فعالیت بد اغیز کړی
د کندز ولایت په شیرخان بندر کې سوداګریز فعالیتونه د نا امنیو د زیاتیدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
په کندز کې د سوداګرو ټولنه وایي د شیرخان بندر په اوږدو کې د امنیت نشتوالي له امله، د ۱۴۵ بار وړونکو شرکتو له ډلې، یواځې اته شرکتونه فعال پاتې دي.
په غیر قانوني توګه د پيسو اخیستل او د نا امنیو زیاتیدل، دغه بندر کې د پانګونې بهیر د کمزوري کیدو لامل شوي دي.
د کندز د پولیسو قومنداني هم مني چې نا امنۍ دغه ولایت کې د سوداګرو د کاروبار پر بهیر ناوړه اغیز کړی دی.
د دغه ولایت د ګمرک ریاست هم هغه ځای دی چې دې ورځو کې د ګوتو په شمار سوداګر د خپلو توکو مالیې ورکولو لپاره دوی ته مراجعه کوي.
شیرخان بندر د افغانستان یو مهم بندر بلل کیږي، چې هر کال لسګونه ټن توکي له دغې لارې تاجیکستان او بیا د منځنۍ اسیا هیوادونو ته لیږدول کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdca6mnuo49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته