هغه زیاته کړه چې ولسي وګړي د دغه تاوتریخوالي بیه پرېکوي او دا تاوتریخوالی باید کم شي چې پایدارې سولې ته زمینه برابره شي.
د ملګرو ملتونو سازمان په نوي رپوټ کې چې تېره ورځ خپور شو راغلي دي چې د ۲۰۲۰ز کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان په تاوتریخوالي کې ۱۲۸۲ ته وژل شوي او ۲۱۷۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ په داسې حال کې چې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۱۳ سلنه کموالی ښيي، د افغانستان جګړه لاهم د نړۍ د خونړیو جګړو څخه شمېرل کېږي.
ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو سازمان د دغه رپوټ په غبرګون کې، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د دواړو لورو د همکارۍ غوښتونکي شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۳ سلنه کموالی د بهرنیو ځوکونو د عملیاتو او د داعش ډلې د بریدونو کموالی ګڼي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د طالبانو او دولتي ځواکونو په بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه ده کمه شوې.
یونما په دغه رپوټ کې طالبان د ولسي وګړو د ۴۳ سلنې مرګ ژوبلې مسوول ګڼل شوي دي.
طالبانو د دغه رپوټ له ردولو سره ویلي دي چې دغه ډله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له ټولو شته امکاناتو استفاده کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس