دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 215724
اشرف غني: د طالبانو او امریکا د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته ۳۵۶۰ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي
غني وویل د طالبانو او امریکا د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته ۳۵۶۰ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۶۷۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
ولسمشرغني چې نن سه شنبه یې کابل کې د لوړپوړ چارواکو (سام) ناسته کې خبرې کولې له طالبانو وغوښتل چې په دې کار سره د یوې اونۍ په اوږدو کې بین الافغاني خبرو ته ځان چمتو کړي.
د یادولو ده چې افغان دولت له دې مخکې د طالبانو د شاوخوا ۶۰۰ بندیانو خوشې کیدو سره مخالفت کړی و او هغه یې ځان لپاره سره کرښه بللې وه.
ولسمشر غني د خپل خبرو پرمهال وویل ۲۰۲۰ کال د سولې په نیت پیل شو، خو طالبانو خپل بریدونه لاپسې ګړندي کړل.
غني وویل د طالبانو او امریکا د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته ۳۵۶۰ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۶۷۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
ولسمشر همداشان وویل داسې هیڅ شواهد نشته چې وښيي طالبانو له القاعده ډلې او نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي دي.
غني له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د لوی اختر ورځې دې کار لپاره یو ښه فرصت دی.
هغه یو ځل بیا اداري فساد سره د مبارزې ډاډ ورکړ.
غني زیاته کړه چې د افغانستان تولیدات او صادرات زیات شوي او افغانستان اوس حال کې د نړیوال ۵۰ هیوادونو سره د هوایي دهلیز له لارې تړلی دی.
هغه یو ځل بیا د ملي دسترخوان پروګرام پر پلي کولو ټینګار وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgxn9xtak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته