دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 215727
طالبان: زموږ د ۱۷۲ بندیانو په اړه د افغان حکومت لېست غلط دی
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او خوشې کېدو د لړۍ بشپړېدو ته په نږدې کېدو سره د دواړو لورو له‌خوا پر یو بل د تورونو لړۍ هم حساسېږي.

طالبان وایي د دوی د ازاد شویو بندیانو په اړه د افغان حکومت په لېست کې چې د دوی تخنیکي ټیم ته ورکړل شوی دی د ۱۷۲ بندیانو په اړه معلومات غلط دي.
طالبان ادعا کوي چې دوی دا موضوع ثابته کړې او حکومت هم ورسره منلې ده، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۷» ازادي راډیو ته د دغو غلطیو په اړه وویل چې په یاد لېست کې حکومت د ۷۱ هغو کسانو نومونه ورکړي چې په خبره‌یې لا هم په زندان کې دي.
مجاهد دا هم وايي چې حکومت ۷۲ داسې بندیان هم ازاد کړي چې د دوی له لوري حکومت ته په ورکړل شوي لېست کې یې نومونه نه‌شته.نوموړی زیاتوي چې ممکن څارنوالانو ته رشوتونه ورکړل شوي وي چې دغه بندیان د طالبانو په نوم خوشې شي.
د ده په خبره، د ۲۳ کسانو نومونه د ازاد شویو په لېست کې تکراري راغلي.
ذبیح‌الله مجاهد وايي، ۶ کسان بیا داسې دي چې په زندانونو کې مړه شوي، خو نومونه‌یې د خوشې شویو بندیانو په لېست کې دوی ته ورکړل شوي.
ښاغلی مجاهد ادعا کوي چې د افغان حکومت اړخ ته د بندیانو په لېستونو کې د عدم شفافیت له امله ګډوډۍ موجودې دي.
دی زیاتوي: "۷۲ نور کسان دوی [افغان حکومت] زموږ د خوشې شویو په لېست کې لیکلي چې هغه له سره زموږ د لېست خلک نه‌و، بناً د دوی [افغان حکومت] دوه ګونې خبرې چې کېږي د نه‌همغږۍ او عدم شفافیت له امله‌یې دي."
ذبیح‌الله مجاهد وایي، دوی د بندیانو د تبادلې د بهیر په لړ کې تر دې دمه د افغان حکومت ۸۹۸ بندیان او افغان حکومت ورته ۴،۳۵۳ کسان ازاد کړي چې یوازې همدا شمېر تأییدوي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا چې د بندیانو د تبادلې او خوشې کولو مسؤلیت لري د طالبانو دا ادعاوې ردوي.
 
https://avapress.com/vdcj8ie8auqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته