کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ

د صدای افغان خبری آژانس , 7 اسد 1399 ساعت 18:52

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو د اختر په درې شپو او ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.



دغې ډلې همدارنګه په خبرپاڼه کې خپلو جنګیالیو ته لارښونه کړې ده چې د اختر په درې شپو او ورځو کې به په مقابل لوري یعنې افغان امنیتي ځواکونو هېڅ ډول بریدونه نه کوي.
خو خپلو جنګیالیو ته یې روښانه کړې، که چېرې مقابل لوري پر داسو کوم برید وکړ، بیا کلک ځواب ورکړئ.
طالبانو په دغې خپره شوې خبرپاڼه کې خپلو جنګیالیو ته په خطاب کې ویلي چې هېڅا ته د دې اجازه نشته چې د افغان دولت سیمې ته ورشي او همدارنګه دولتي عناصرو ته هم اجازه نشته چې زموږ سیمو ته راشي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
طالبانو د کوچني اختر په دې ورځو کې هم اوربند اعلان کړی و، چې د حکومت له خوا یې هرکلی وشو او دا اوربند تر ډېره په نه اعلان شوي اوربند هم بدل شو
 


د مطلب کود: 215734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215734/طالبانو-د-اختر-په-درې-ورځو-کې-اوربند-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com