دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 215741
د طالبانو له درې ورځني اوربند د افغان حکومت، امریکا او ناټو هرکلی
افغان حکومت د طالبانو د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.
په افغانستان کې به درې ورځنی اوربند د جمعې په ورځ د زمري په لومړۍ نېټه د اختر په لومړۍ ورځ پیل شي.
طالبانو پرون اعلان وکړ چې د اختر په مناسبت موقت اوربند کوي.
د افغانستان جمهوري ریاست د دې اعلان چټک هرکلی وکړ.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل: "ولسمشر غني ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې تر هغه وخته عملیات ونه‌کړي چې طالبان له اوربنده سرغړونه ونه‌کړي."

ښاغلي صدیقي زیاته کړې چې افغانان د اوږدمهاله اوربند غوښتونکي دي او د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې غواړي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هم په خبرپاڼه کې ویلي چې هیله لري تر موقت اوربند وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي او دواړه لوري به په هېواد کې تلپاتی اوربند اعلان کړي.
په خبرپاڼه کې د دې شورا د رئیس عبدالله عبدالله له قوله راغلي چې افغانان له جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي دي.
  • نوي تحولات دواړه لوري څومره بین‌الافغاني خبرو ته نږدې کوي؟
په کابل کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیسه اورځلا اشرف نعمت د ازادي راډیو د دې پوښتنې داسې ځواب وايي چې افغانان په دې تمه دي چې د پخوا په څېر دا ځل د اختر په څلورمه ورځ سمدستي بېرته تاوتریخوالی پیل نه‌شي او پر ځای یې بین‌الافغاني خبرې پيل شي.
اغلې نعمت زیاتوي: "اوربند ښه خبره ده که یو ساعت وي یا درې ورځې، خو دا ډول اوربند نتیجه نه‌ورکوي ځکه چې د دې له نتيجې موږ هغه وخت ښه هرکلی کولای شو چې دا یو اوږدمهاله اوربند ته وغځول شي چې په تېرو دوو مواردو کې مو دا اقدام نه‌دی لیدلی."
د شااوخوا ۲۰ کلونو پر مهال افغانان د افغان حکومت او طالبانو د درېیم اوربند شاهدان دي.
دواړو لورو لومړی ځل د ۲۰۱۸م کال په لوی اختر کې او دوهم ځل روان کال د کوچني اختر په مناسبت هم موقتي اوربند اعلان کړی وو.
په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د لوی اختر په مناسبت د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

ده برايي شپه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: "افغانان به په سوله کې اختر لمانځي."
ښاغلي وېلسن زیاته کړې: "تمه ده دواړه لوري خپلې ژمنې عملي کړي او د بین‌الافغاني خبرو پر لور په چټکۍ ګامونه پورته کړي."
ناټو په افغانستان کې د اوربند اعلان د سولې په پروسه کې يو مهم ګام بللی دی.
ناټو تېره شپه پر ټويټرپاڼه لیکلي چې د اوربند په نتيجه کې باید په چټکۍ سره بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د بین‌الافغاني مذاکراتو مخې ته د بندیانو د تبادلې د پروسې نه‌بشپړېدل یو لوی خنډ ګڼل کېږي.
ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل، افغان حکومت د سولې لپاره د خپلې ژمنتیا په خاطر ډېر ژر د پنځو زرو طالب زندانیانو د راخوشې کولو پروسه بشړوي.
ده زیاته کړه چې وروسته به بین‌الافغاني مذاکرات په یوه اوونۍ کې پیل شي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ټاکل شوې وه بین‌الافغاني مذاکرات د مارچ په ۱۰مه پیل شي، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د مبادلې پر سر د اختلافاتو له کبله دا پروسه ځنډېدلې ده. له امریکا سره د طالبانو د موافقې له مخې ټاکل شوې وه طالبان د افغان حکومت زر بندیان او افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان راخوشې کړي.
د راپورونو پر اساس افغان حکومت تر اوسه ۴،۴۰۰ طالبان او طالبانو ۸۶۰ د حکومت بندیان خوشې کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjtd0yw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته