دا خبره د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس رسنیو ته کړې ده. هغه ویلي، پر انقره له دې کبله د وسلو د پلور بندیزونه لګول کېږي چې په سوریه کې یې نظامي لاسووهنه پیل کړه. ترکیې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د امن سیمو رامنځته کېدو په هدف په سوریه کې د سولې چینې په نوم عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو هدف د ترکیې او سوریې تر منځ په سرحدي سیمو کې د امن ځایونو رامنځته کېدل او له یادو سیمو د کرد وسله والو شړل یاد شوي وو. د یادولو وړ ده چې د ترکیې په نهه کلنه کورنۍ جګړه کې د یاد هېواد زرګونه اوسېدونکي ووژل شول او میلیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.