نوموړي پرون یادې ناستې ته په وینا وویل، ډېر ژر به د طالبانو پاتې ۵۹۲ بندیان هم ازاد شي. ده له طالبانو وغوښتل چې د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته چمتو شي. تر دې وړاندې افغان حکومت د یادو بندیانو له خوشي کېدو انکار کړی و. حکومت ویلي وو چې دغه طالب بندیان په لویو جرمونو کې ښکېل دي او خوشي کېدل یې د بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندې مناسب کار نه دی. د یادولو وړ ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، که حکومت تر اختر پورې د دوی پاتې بندیان ازاد کړي، دا ډله تر اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته بشپړه چمتو ده. د دوحې د تړون پر اساس به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي. ټاکل شوې چې د دغو خبرو لومړۍ ناسته د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.