په بګرام هوايي اډه کې افریقايي او اسیايي کارکوونکي شکایت کوي چې شرکتیې له دوی سره توپیري چلند کوي او د نورو په پرتله دوی ته لږ حقالزحمه ورکوي.
بګرام اډه کې له توپیري چلند د افریقايي او اسیايي کارکوونکو شکایت
8 اسد 1399 ساعت 10:40
په بګرام هوايي اډه کې افریقايي او اسیايي کارکوونکي شکایت کوي چې شرکتیې له دوی سره توپیري چلند کوي او د نورو په پرتله دوی ته لږ حقالزحمه ورکوي.
دا خبره سټارز انډ سټرايپس ورځپاڼې د دغو کارکوونکو له قوله د سې شنبې په ورځ راپور کړې ده.
د راپور له مخې ځيني کارکوونکي د هندوستان، کینیا، نیپال او یوګاندا دي او دوی وايي د فلور شرکت پر وړاندې به لاریون وکړي.
همداراز ویل شوي چې په بګرام هوايي اډه کې دوی ته تر ټولو لږ معاش ورکول کېږي او له نورو همکارانو سره یو برابر کار کوي، خو هغوی زیات معاش اخلي چې ډېری یې سپين پوستي دي.
فلور شرکت ورځپاڼې ته ویلي چې د دوی ټول کارونه د امریکا د نظامي قرارداد له مخې ترسره کېږي.
د جولای په ۱۲مه سلګونه کسانو په بګرام کې د فلور د بشري منابعو د دفتر مخې ته لاریون کړی وو او د ښې حقالزحمې او ترفېع غوښتنهيې کړې وه.
د مطلب کود: 215749