دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 215754
د افغانستان کرکت بورد اجرائیه مدیر د ناوړه کړنو له کبله لیرې شو
د افغانستان کرکټ بورد منلې، چې د کرکت بورد اجرائیه مدیر لطف الله ستانکزی د دوشنبې پر ورځ ناوخته د اداري فساد، هڅوونکیو هڅو او د بورد له مدیرانو سره د “ناوړه چلند” له کبله له دندې لیرې شوی دی.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې د زمري اتمه د هغه د کار وروستۍ ورځ یاده کړې ده. د افغانستان کرکت بورد مشرفرهان یوسفزي ویلي، چې نوموړی به تر چارشنبې پورې د دغه مدیریت ټول اسناد او تجهیزات سپاري او دنده یې پای ته رسیدلې ده. د دغه بنسټ په اوبپاڼه کې د خپرې شوې خبرتیا له مخې؛ نوموړي ته مخکې له دې کتبې او کلامي اخطارونه ورکړ شوي وه. کرکت بورد د نوموړي د ځاینستي په اړه ویلي؛ د د دې بنسټ د اجرائیه پلاوي د مدیریت بست د آزادې سیالۍ له لارې اعلامیږي او د بشري سرچینو د اصولو او مقرراتو له مخې غوره کس ورته غوره کیږي. لطف الله ستانکزي ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې له ټولنیزو رسنیو دغه راز کړنې اوري او ان خپله د کرکت بورد غړي ترې خبر ندي.  هغه ویلي؛ د کرکت بورد اساسي قانون سپارښتنه کوي، چې دغه بست مدیره پلاوی لري او په دې اړه مدیره پلاوی پرېکړه کوي. نوموړی کرکت بورد ته یو کال مخکې د اسدالله خان پرځای استخدام شوی و، هغه هم د کرکت بورد له قانونه سرغړونه کړې وه. ستانکزي له دې مخکې په رسنیو کې دندې تر سره کړي دي. د کرکت نړیوالې ټولنې هم د افغانستان د کرکت له مدیره پلاوي اندېښنه په ډاګه کړې وه. افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکت نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړی و. په راپور کې راغلي، چې د افغانستان کرکت بوردپه روان کال کې د کرکت له نړیوالې ټولنې ۲.۴  میلیون ډالره تر لاسه کړي دي. 
https://avapress.com/vdcjiie8xuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته