دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 215756
تخار کې پر يوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی
د تخار ولايت سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په خواجه‌غار ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو پر يوې ۱۴ کلنې نجلې جنسي تېری کړی، خو طالبانو دغه ادعا رد کړې او ټينګار يې کړی چې دا کسان د دې ډلې اړوند نه دي. د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ ولسوال خامه پرس ته وويل، دغه پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه:
سهار څلور بجې د وسله‌والو طالبانو اړوند ۳ کسان يو کور ته تللي، دوې نجونې يې له کوره بهر کړې او پر يوې يې ډله‌ييز جنسي تېری کړی دی.
نوموړي زياته کړه، يوه نجلۍ چې ۱۷ کلنه ده د ګاونډي کور ته تښتي، خو پر ۱۴ کلنه جنسي تېری کېږي.
له بل لوري په شمال ختيځ کې د بشر حقونو کمېسيون رئيس حفيظ فطرت ويلي، ۱۷ کلنه نجلۍ له دې پېښې وروسته له ناوړه رواني وضعيت سره مخ ده او ۱۴ کلنه نجلۍ د پېښې پر مهال بې هوښه شوې ده.
نوموړي ويلي:
د فزيکي برخورد پر وخت د وسله‌والو له لوري د نجلۍ يوه برخه ويښته هم ختلي دي او وهل ډبول شوې ده.
له بل لوري طالبانو دغه پېښه تاييد کړې، خو په هغه کې يې د وسله‌والو طالبانو ښکېلتیا په کلکه رد کړې ده. ذبيح الله مجاهد ويلي، دا کسان د وسله‌والو طالبانو اړوند نه دي.
مجاهد زياته کړې، د پېښې عاملين د وسله‌والو طالبانو له لوري نيول شوي او تر څېړنو وروسته به يې محاکمه کړي.
https://avapress.com/vdcbssb50rhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته