دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 215758
خلیلزاد اختر کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند هر کلی کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لخوا په لوی اختر کې د اوربند د اعلان هر کلی کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ جولای۲۹(زمري۸) ویلي تمه ده چې لوی اختر ټول افغانان د تفاهم او متقابل درناوي لپاره متحده او تلپاتې سولې ته نژدې کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه پر خپل ټويټر لیکلي:"موږ په اختر کې د طالبانو لخوا د اوربند د اعلان او د افغان حکومت د متقابلې اعلامیې هر کلی کوو."
 
زلمي خلیلزاد همدرانګه ټولو افغانانو ته د سوله ییز اختر هیله کړې ده:"د لوی اختر په مناسبت، جنرال میلر، ویلسن او زه د افغانستان خلکو ته د یوې سوله ییزي رخصتۍ هیله کوو، لوی اختر د قربانۍ (خیرات) او همکارۍ اختر دی.زموږ هیله داده چې د اختر ټول افغانان د تفاهم او متقابل درناوي لپاره سره یو کړي او تلپاتې سولې ته یې یو ګام نژدې کړي."
ناټو هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا په لوی اختر کې د درې ورځني اوربند هرکلی کړی او هغه یې د افغان سولې بهیر کې یو مهم ګام بللی دی.
په افغانستان کې د ناټو ماموریت پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي چې یاد ګام باید ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو لامل شي" افغانان سولې ته اړتیا لري او ناټو د افغانانو ترڅنګ ده"
په افغانستا کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم د طالبانو او افغان حکومت لخوا اختر کې د اوربند د اعلان هر کلی کړی دی.
یوناما ویلي چې د بندیانو ازادول او د تاوتریخوالي کمول به د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته لار خلاصه کړي.
اروپايي ټولنې هم ویلي چې د اوربند اعلان نه یوازې دا چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه یو فرصت دی بلکې د سولې خبرو پیلېدو په اړه هم یو ګټور ګام دی. یادې ټولنې ویلي:دواړه خواوي باید یو معتبر سمبول په تاریخي فرصت بدل کړي.
 
وسله والو طالبانو پرون سې شنبه د لوی اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.دغه ډلې خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې په "دښمن باندې هېڅ ډول عملیات" ونه کړي.
د اعلامیې په یوې برخې کې جنګیالیو ته لارښونه شوې که "د مقابل جانب لخوا ستاسو په طرف کوم برید وشو، بیا کلک ځواب ورکړئ."
د طالبانو تر اعلامیې وروسته د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم په یوه ټویټ کې د طالبانو لخوا د اوربند له اعلانولو نه هرکلی وکړ.
صدیقي لیکلي چې ولسمشر غني هم افغان پوځیانو ته لارښونه کړې چې د اختر په ورځو کې اوربند مراعات کړي.
د یادونې وړ ده چې تیر کوچني اختر کې هم د دواړو لورو لخوا اوربند اعلان شوی و چې په پراخه کچه یې هرکلی وشوو، خو افغانان له جګړې څخه د تلو په هدف په هیواد کې د تلپاتې اوربند غوښتنه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkk0xjyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته