نن او سبا به د تورخم لار د مسافرو پر مخ پرانیستې وي چارواکي وایي، نن او سبا به د تورخم لاره په پاکستان کې د بند افغان مسافرو او دلته د بند پاتي پاکستاني مسافرو پر مخ خلاصه وي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، دا اقدام یې د لوی اختر په موخه کړی ترڅو هغه افغانان چې په پاکستان کې بند پاتي وي هېواد ته ستانه شي او همدا راز دلته بند پاتي پاکستانیان د لوی اختر په مناسبت کورونو ته ستانه شي.