دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 215762
د افغانستان بانک وایي غفار داوي له همغږۍ پرته ورغلی
د افغانستان بانک وایي د کابل بانک پخوانی برخوال عبدالغفار داوي، د دوی له همغږۍ پرته دغه بانک ته ورغلی دي.
عبدالغفار داوي د کابل بانک په قضیه کې تر مجرم پیژندل کیدو وروسته په زندان محکوم شوی دی.
اوس نیوکې دادي چې غفار داوي څنګه له زندانه ایستل شوی یا وتلی او د افغانستان بانک د سرپرست، اجمل احمدي تر دفتره رسیدلی دی.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی، کریم اتل څو ځلې اجمل احمدي ته ورغلی ترڅو د غفار داوي پر قضیې خبرې وکړي چې پایله کې اجمل احمدي دې ته اړ شوی چې د غفار داوي د وکیل او د بانک له تخنیکي ټیم سره یوه ناسته جوړه کړي، ترڅو دغه قضیه وڅيړل شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې کریم اتل وړمه ورځ بانک ته ورغلی او دوی سره له همغږۍ پرته یې غفار داوي هم له ځان سره بیولی دی.
دا غبرګون د هغو څرګندونو په تړاو شوی چې ویل کیده اجمل احمدي له غفار داوي سره ټپې خبرې پيل کړي، ترڅو دا قضه حل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqwarrt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته