دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 215764
پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل له دندې نه استعفا ورکړې
پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل له دندې نه استعفا ورکړې
نوموړي ویلي چې د تیر کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵مه نېټه یې هم ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړې وه او د روان کال د زمري میاشتې پر۵مه نېټه یې خپل دوهم استعفا لیک هم ولسمشر غني ته وړاندې کړی دی.
ښاغلي مشعل ویلي:"د نورو لوړو زده کړو د فُرصت نه ګټه اخېستو او ځینو معاذیرو له مخې راته د کار دوام سخت شو چې لاچاره مې د تېر کال د لیندۍ میاشتې په ۲۵ نېټه خپله لومړۍ استعفاء د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس ته وسپارله. او په ۲۵/سرطان/ ۱۳۹۹ نېټه مې خپل دویم استعفی لیک هم لاسلیک کړ."
 
نوموړي زیاته کړې چې د اوسني ماموریت پای به یې هیواد ته د خدمت کولو خاتمه نه وي او زیاتوي چې په راتلونکي کې به هم هیواد ته خدمت کوي.
د افغانستان جمهوري ریاست او د بهرنیو چارو وزارت وزارت تر دامهاله له دندې څخه د عاطف مشعل د استعفا په اړه څه نه دي دیلي.
عاطف مشعل تر دې مخکې د څو کلونو لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس و او تر هغه وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وټاکل شوو.
https://avapress.com/vdcaimnuy49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته