کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد کې د تېرو کلونو د پرمختګونو پر پراختیا د ولسمشر ټينګار

8 اسد 1399 ساعت 11:34

افغان ولسمشر اشرف غني د لوړ پوړو چارواکو یا سام غونډې په دویمه ورځ په کابل کې وویل چې افغان حکومت د تېرو کلونو د پرمختګونو ډېرې پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي چې د «سولې او پراختیا په دویم سند» کې خپل پروګرامونه عملي کړي.
ولسمشر غني د لوړ پوړو چارواکو یا سام ناستې په وروستۍ ورځ کې د فساد پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، په دې برخه کې لا هم اندېښنې شته.



نوموړی د هېواد په پراختیايي برخو کې له پرمختیا سربېره، په تدارکاتي او د بېلابېلو بنسټونو د حساب ورکړې بهیر پر اصلاح کېدو هم ټينګار کوي.
ولسمشر په دې ناسته کې د ملي عوایدو له کمېدو خبر ورکړ؛ خو زیاته کړې یې ده چې، د روان کال تر پایه هڅې کېږي چې د ملي عوایدو په برخو کې خپلو موخو ته ورسېږي.
ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«بلې زموږ عاید ۲۰۸،۹۰ مېلیارد افغانیو څخه ۱۷۲،۹مېلیارد افغانیو ته راټیټ شوی چې کابو ۱۲ سلنه خالص کورنۍ عاید ښيي.»
د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندېوال هم وویل:«موږ د اداري فساد په وړاندې هېڅ زغم نه لرو، ما په خپلې لومړۍ کاري ورځ کې د ګمرکونو ۲۶۰ کارکوونکي عدلي او قضايي سیسټم ته معرفي کړل.»
د لوړ پوړو چارواکو یا سام ناستې په پایته رسېدو سره به د افغانستان لپاره د مرستو د بیا جذبولو لپاره د ژنیف ناستې نېټه هم روښانه شي.
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي وايي، حکومت د نړیوالو مشروطو مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید په ژنیف ناسته کې په روښانه پروګرام سره ګډون وکړي.
د البیروني ټولنې رییس نذیر کبیري وايي:«اوس افغانستان د کال کابو درې اعشاریه اته مېلیارد ډالره مُلکي مرستې او کابو څلورنیم مېلیارد ډالر هم پوځي مرستې ترلاسه کوي. د جنیوا راتلوونکی کنفرانس د افغانستان لپاره حیاتي دی.»
د ژنیف ناسته له افغانستان سره د مشروطو مرستو لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ۲۴ ژمنو د ارزونې په موخه د روان زیږدیز کال په وروستیو کې جوړېږي.
 
افغان حکومت تمه لري چې، په هېواد کې اوسنیو اقتصادي شرایطو ته په کتو نړیواله ټولنه له افغانستان سره تر څلورو یا پنځو راتلونکو کلونو لپاره د لازمو مرستو لپاره ژمنې وکړي.


د مطلب کود: 215765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215765/هېواد-کې-د-تېرو-کلونو-پرمختګونو-پر-پراختیا-ولسمشر-ټينګار

آوا
  https://www.avapress.com