دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 215771
باجوړ: د افغانستان سره په پوله په وسله وال بريد کې د پاکستان پوځي سرتيری وژل شوی

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان په باجوړ ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستان د پوځ يو سرتيری وژل شوی دی.

په خبر کې ويل شوي پوځ ویلي د افغانستان سره په پوله د پورې غاړې نه ترهګرو ډزې کړي او د پوځ لانس نايک سميع الله پکې وژل شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې افغان چارواکو ويلي ؤ د باجوړ سره په پوله په کونړ سيمه کې پاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه کړي او ويل شوي ؤ په دغو بريدونو کې د اته ؤ پورې افغان ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.
https://avapress.com/vdciywarzt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته